سیاست

دپاکستان او امريکا خپرونې په ګډه کرزى ګواښوي

کابل _ باختردثور اوولسمه :
دامريکا  دايګزا ماينر خپرونې دخپلې شنبې دورځې په مقاله کې د( تلک مرګ درافغانستان ) تر عنوان لاندې او دپاکستان  دډان ورځپاڼې د(اينده يک رييس جمهور منزوي )  تر عنوان لاندې يوه مقاله کې  دامريکايي پوځيانو د کړنوپه باره کې  دکرزي  دوروستي تند غبرګون اودغه راز  په راتلوونکي کې دجمهور رييس دشخصي امنيت په اړوند يو لړموضوعګانې  خپرې کړي دي .
  دباختراژانس دخبر له مخې ،  دايګزا ماينر خپرونې  دخپلې مقالې  په يوه برخه کې  دکرزى شخصي امنيت ته اشاره کړې ده او ليکلي يې دي  چې دامريکا  له محافظت پرته  ، کرزي ښايي  داحمد شاه مسعود له برخليک سره  چې دطالبانو په ځانمرګي بريد کې ووژل شو ،  مخامخ شي .
  دپاکستان  د ډاڼ ورځپاڼې هم دجمهور رييس  دشخصي امنيت پرخلاف  دګواښ  يادونه کړې ده  او په يوه مقاله کې يې  ليکلي دي چې دکرزي  دجمهوري رياست ددورې  له پاى ته رسيدو وروسته بايد  ددغه سړى  راتلوونکي ته  په ټول احتياط سره وکتل شي  او دکرزي  دجسمي امنيت او دهغه رول  دموندلو په باب بايد فکر وشي چې کرزي مصروف وساتي .
  دغې مقالې ګواښوونکي جمله ليکلې ده چې ( دافغانستان  دنورو پخوانيو مشرانو برخليک بايد کرزي  دده دځان دراتلوونکي په باب  ناراحت کړى او له دې امله يو ځل بيا  دځان دجسمي امنيت په باب فکر وکړي  او ډاډ ترلاسه کړي .
  دغې ورځپانې زياته کړې ده چې  دهغه سړى  دراتلوونکي لپاره چې کاري دوره يې  پاى ته رسيږي  او ټولو لورو ته يې سرخوږي  پيداکړى دى  دده دسردساتنې لپاره  تضمين به  سخت کار وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته