کابل باختر دچنګاښ پنځمه :
دهرات ولايت دانجيل ولسوالۍ يو اوسيدونکى نن سهار دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو .
دغه سړى چې وکيل احمد بلل شوى دى نن سهار دڅلورو بجو په شاوخوا کې ددغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې په ډزو سره وژل شوى دى .
دهرات دمرکزي روغتون وياند محمد رفيق شيرزي وايي چې ددغه څلويښت کلن سړي مړى روغتون ته ليږدول شوى دى .
تراوسه پورې ددغې پيښې علت نه دى څرګند شوى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ