ټولنه

د سولې هڅې هیلې راټوکوي

کابل/ د لیندۍ ۲ مه/ باختر
د بندیانو له تبادلې او همدارنګه د افغانستان د جمهوررییس او د امریکې متحدو ایالتونو د جمهوررییس له ټلیفوني خبرو وروسته سولې ته د رسېدو هڅو دننه په هېواد کې او همدارنګه په سیمه ییزه او نړیواله کچه ګڼې هیلې راټوکولې دي.
د باختر آژانس سیاسي مفسر دغو هیلو ته کتنه کړې ده او لیکي:
اوس داسې ښکاري چې د سولې د خبرو د دوام په اړه څه موده وړاندې رامنځ ته شوی ابهام ورو ورو لرې کېږي او دا خبرې سم لور ته برابرېږي.
رښتیا خبره دا ده چې تر دې دمه د ټولو ترسره شویو هڅو او کوښښونو یوه ستره نیمګړتیا دا وه چې هر څه د یو تصادف په ډول پر مخ تله، منظم پروګرام نه و، منظمه اجندا نه وه، د خبرو اصلي لوري څرګند نه وو، لرلید نه تر سترګو کېده.
روښانه ده چې په دغه راز ابهام کې که هرڅوک هر څومره کوښښ وکړي؛ کوم ځای نه نیسي. همدا علت و چې نهه پړاوه خبرې په یو ټویټ سره ودرېدې او اوس ویل کېږي چې هرڅه باید له سره پيل شي.
ابهام نه یواځې سولې ته د رسېدو هڅې ټکنۍ کوي، بلکې پر دغه بهیر د خلکو باور ته هم ستر زیان رسوي. د دې ستونزې په پام کې نیولو سره، دا لومړنۍ اړتیا ده چې باید دغه بهیر له ابهامه راوایستل شي. د دغه کار لپاره یو روښانه او هراړخیز پروګرام ته اړتیا ده، داسې پروګرام ته چې په هغه کې د سولې ټول کورني او بهرني اړخونه راغبرګ شوي وي.
د افغانستان جمهوررییس په اوو مادو کې د سولې هر اړخیز پروګرام وړاندې کړی دی. اوس مهمه دا ده چې د دغه پروګرام پر شاوخوا یوه پراخه او غښتلې ملي اجماع رامنځ ته شي. که کومه سیاسي ډله یا نور د دغه پروګرام په اړه وړاندیزونه لري، باید د دولت له مشرتابه سره یې شریک کړي.
مهمه خبره د اجماع د رامنځ ته کولو ده. غوره خو لا دا ده چې د دغه پلان په اړه ټولپوښتنه وشي او د افغاني ټولنې د ټولو اړخونو رغند  نظریات او وړاندیزونه په کې راونغاړل شي.
د سولې پلان باید د سولې لپاره د افغانانو د پیاوړي ملي هوډ ښکارندوی وي. څه چې اوس ستر او ان برخلیک ټاکونکی ارزښت لري، دا دي چې باید ټول سیاستوال، بېلابېلې ډلې، ګوندونه او ټولنیز خوځښتونه خپل اختلافات، سلیقې او ذوقونه یوې خواته کېږدي او د لوړو ملي ګټو په رڼا کې د سولې د پروګرام پر شاوخوا سره راټول شي.
سیاسي رقابتونه او سیالۍ نه باید د سولې هڅې ټکنۍ کړي. ټول باید دا واقعیت ومني، چې دوی یواځې د بشپړې سولې په شرایطو کې کولای شي ښه سیاسي رقابت وکړي، رڼه او عادلانه سیالي وکړي، نوی فرصتونه ومومي او له دغو فرصتونو ښه ګټه واخلي. په سوله کې د ټولو ګټې نغښتې دي.  
پاى/ن. ش

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته