امنیت

يوه څوارلس کلنه نجلۍ و وژل شوه

کابل  باختردليندي دمياشتې  ٢٩ :
يوه څوارلس کلنه نجلۍ تيره شپه دناپيژندل شويو  وسله والو کسانو له خوا دکندز ولايت  په امام صاحب کې و وژل شوه.
دکندز ولايت  دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتومسوول سيدسرور حسيني  باختراژانس ته وويل وسله والو کسانو ددي په کور بريد وکړ او هغه يې و وژله .
دحسيني  دڅرگندونوله مخې  وسله والو کسانو دنجلۍ له پلار سره په تيلفوني اړيکه کې ويلي دي چې غوښتل يې هغه و وژني .
دکندز ولايت  دښځو دچارو رييسې نادرې ګياه له باختراژانس سره  دخبرو په ترڅ کې  ددغې نجلۍ  دوژنې عاملين په کلکه غندلي دي  او دعاملينو دپيژندلو ، نيولو  اودسزا ورکولو غوښتنه يې کړې ده.
په روان کال  کې ديارلس نجونې اوښځې  په کندز ولايت کې وژلي شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته