سیاست

اجرایيه رییس: د ملي یووالي حکومت د ښې حکومتوالۍ رامنځته کېدو ته ژمن دی

کابل_باختر_ د ثور د مياشتې ٢٨ مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایيه ريیس ډاکترعبدالله عبدالله پرون په سپېدار ماڼۍ کې د خپل کار په دفترکې د پکتیکا له قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو سره وکتل.
دافغانستان د اسلامي جمهوريت داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې ناسته کې د پکیتکا قومي مشرانو، مخورو او دیني عالمانو اجرایيه رییس ته خپلې ستونزې واورلې او د هغوی د حل غوښتنه یې وکړه.
دغو قومي مشرانو په خپل ولایت کې سالمه او ځواب ویوونکې حکومتوالي غوښته، چې ولسونه په ځان راټول کړي، د هغوی ستونزې حل کړي او فساد ته د پای ټکی کېږدي.
هغوی په خپله سیمه کې د نا امنۍ، فساد او بې عدالتۍ له پلوه سر وټکاوه او ویې ویل چې په تېرو څو کلونوکې حکومت له پکتیکا سره د مور او میرې سلوک کړی دی.
دغو قومي مشرانو زیاته کړه: حکومت زموږ غږ په تېرو څوارلسو کلونوکې نه دی اورېدلی، زموږ ستونزې یې نه دي اورېدلې او د سالمې حکومتوالۍ د رامنځته کېدو په برخه کې هڅې نه دي.
د پکتیکا مشرانو له اجرایيه رییس څخه وغوښتل، مه پرېږدئ چې ملت د داعش غېږ ته ولوېږي او په یوه نوي اورکې وسوځېږي.
هغوی وویل: پکتیکا له پاکستان سره 350 کیلومتره ګډه پوله لري چې له هغې خوا طالبان، داعش او تر نورو نومونو لاندې وسله وال راځي چې باید مخنیوی یې وشي.
دوی دغه راز پکتیکا ته د یوه وړ، په کار پوه او د ملت له درده خبر والي د ور استولو غوښتنه هم وکړه.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایيه رییس ډاکټرعبدالله عبدالله قومي مشرانو ته د هغوی د ستونزو د څېړلو او حل ژمنه ورکړه.
ده وویل: سالمه حکومتوالي کولای شي چې پر حکومت د ملت باور را خپل کړي او د ملي یووالي حکومت د ښې حکومتوالۍ رامنځته کېدو ته ژمن دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته