ټولنه

دځوانانو دچارو دمعين په ګډون پنځه ديرش تنه ځوانان وستايل شول .

کابل باختر دمرغومي درې ويشتمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين  ډاکتر کمال سادات نن دسولې په کنفرانس کې له برخه والو ځوانانو سره دکابل ښار  داوومې  ناحيې دخلکودټولنيزې  شورا دغړو له خوا  په يوه غونډه کې وستايل شو .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې،  په دې غونډه کې چې په هغه نړيوال  کنفرانس کې دبرخه والو ځوانانو دستاينې په موخه چې ځوانان دسولې لپاره تر عنوان لاندې  په هند کې جوړ شوى و  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات  هم په دې کنفرانس کې برخه والو ځوانانو ته داسانتياوو دبرابرولو په خاطر وستايل شو .
ځوانان دسولې لپاره نړيوال کنفرانس څه موده مخکې په افغانستان ، سيمه او نړۍ کې دسولې دتامينولو  دلارو چارو دټاکنې په موخه داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارومعينيت  د ملګروملتو دسازمان دځوانانو دبرخې او دځوانانو دبنسټ له خوا دنړۍ داويا هېوادونو دځوانانو داستازو په ګډون  ددريو ورځو لپاره په نوي ډيلي کې جوړ شو او په هغه کې  افغانستان ، سيمه او نړۍ کې دجګړې دناوړو پايلو اوبد نتيجو او دسولې دتامينولو دلارو چارو دڅرنګوالي په باب خبرې وشوې .
ددغې غونډې په پا ى کې  ځوانان دسولې لپاره په نړيوال کنفرانس کې پنځه ديرشو تنو برخه والو  غوره افغان ځوانانو ته هم دکابل ښار داوومې ناحيې دخلکو دټولنيزې  شورا درييس او غړو له خوا ستاين ليکونه ورکړى شول .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته