سیاست

دجمهوررييس حکم :

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٣ :
دسرحدي او ناامنو ولسواليو د عمومي حالت دڅيړنې په لاره کې  دهيئت دموظف کولو په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمداشرف غني  حکم :
دسرحدي په تيره بيا دناامنو ولسواليو  دعمومي حالت  دهر اړخيزې  څيړنې په مقصد دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس دخاص استازي  محمداکرم خپلواک  په مشرۍ  اودملي دفاع وزارت  دکشف درييس تورنجنرال عبدالمنان فراهي ، د کورنيو چارو وزارت داستخباراتو درييس لوى پاسوال  عصمت الله عليزي ، دکورنيو چارو وزارت دسرحدي قواو دقوماندان لوى پاسوال  شفيق الله فضلي ، دملي امنيت دلوى رياست داوپراتيفي مرستيال تورنجنرال مسعود اندرابي  او دنجيب الله احمدزي په غړيتوب  هيئت منظوروم.
هيئت موظف  دى  چې دهېواد سرحدي ولسواليو  په تيره بيا دناامنوولسواليو عمومي  حالت وڅيړي او خپل رپوټ دې  د جمهوري رياست  دچارو دادارې  دلوى رياست له لارې وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته