امنیت

يوتن په بغلان کې دخپلې خور دوژنې په تور ونيول شو .

کابل باختر د ثور څلورمه :
يوتن په بغلان کې پرون دخپلې  خور دوژنې په تور ونيول شو
دپلخمري  دښار دلومړى  امنيتي حوزې آمر ميرويس  حبيبي  دباختراژانس خبريال ته وويل چې پوليسو يو سړى  ددغې حوزې په مربوطاتو کې دخپلې خور دوژنې په تور له يوې تومانچې سره ونيوه .
حبيبي  ددغې پيښې علت کورني تاوتريخوالي وباله، تيره اوونۍ هم يوسړى دپلخمري ښار په مربوطاتو کې دپوليسو له خوا دوژنې په تور ونيول شو .
ختم- سعيده _ اکرم

                                      

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته