سیاست

جمهوررئیس محمداشرف غني ته د ازبکستان جمهوررئیس د لوی اختر مبارکي وویله

کابل/ د زمري ۱۲ مه / باختر د ازبکستان جمهوررئیس شوکت میرضیایف نن په ټلیفوني تماس کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني او افغان ملت ته د لوی اختر مبارکي وویله. د جمهوري ریاست ویندوی دفتر معلوماتو له مخې؛ په دې ټلیفوني مکالمه کې، جمهوررئیس غني او جمهوررئیس میرضیایف په مختلفو برخو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د مناسباتو او سیمه ییزو همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې وکړې. جمهوررئیس غني د افغانستان حکومت او خلکو په استازیتوب د ازبکستان جمهوررئٔیس او د هغه هیواد خلکو ته د لوی اختر مبارکي وړاندې کړه.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته