اقتصاد

د ننګرهار د ګمرک عوايد زيات شوي دي

کابل/د لیندۍ ۲ مه/ باختر
د ننګرهار د ګمرک عوايد په تېره مياشت کې په بې ساري ډول زيات شوي دي.
د وړاندې شويو شمېرنو له مخې، د روان کال په لړم مياشت کې د ننګرهار ګمرک نږدې دوه ميليارده افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي، په داسې حال کې چې د دغه ګمرک  عوايد په يوه مياشت کې هېڅکله له يونيم ميلياردو افغانيو څخه نه دي زيات شوي.
دغه عوايد د تجارتي مالونو له ګمرکي محصولاتو څخه ترلاسه شوي دي.
د ننګرهار د ګمرک رييس احمد نويد بشريار باختر آژانس ته وويل چې دغه ګمرک په لړم مياشت کې يو ميلياردو ٨٣١ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي چې په تاريخ کې بې ساري دي.
هغه وويل چې د عوايدو د غلا سرچينې تړلې دي او په سالم مديريت سره بريالي شوي دي چې د ګمرکي عوايدو د تېښتې مخه ونيسي.
د ننګرهار سيمه ييز مسوولين وايي چې طرحه شويو پروګرامونو ته په پاملرنې سره به، د دغه ګمرک عوايد له دې څخه هم زيات شي.
ختم- شکريه – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته