امنیت

د لوګر ولايت د پوليسو په قوماندانۍ د ځانمرګو يرغلګرو په بريدکې شل تنه پوځيان شهيدان شول

 کابل  باختر دسلواغې دمياشتې ٢٨ :
د لوګر ولايت په امنيې قوماندانۍ د يوې ډلې ځانمرګو يرغلګرو د بريد له امله  ٢٠ تنه پوځيان شهيدان او ٨ تنه نورټپيان شول.
د ماسپښين د يوې بجې په شاخوا کې پنځو تنو يرغلګرو په داسې حال کې چې بمونه يې په ځان پورې تړلي او په جنګي وسايلو سمبال وو؛ په دغې قوماندانۍ بريد وکړ.
لومړى يوه ځانمرګي يرغلګرځان د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ د دروازې په وړاندې وچاوه او وروسته څلوروتنونورو يرغلګرو له امنيتي ځواکونوسره په جګړې لاس پورې کړ.
له دې جملې څخه دوو تنو يرغلګرو ځان د ډوډۍ خوړلو سالون ته چې ګڼ شمېر پوځيان پکې وو؛ ورساوه او وروسته يې ځان وچاوه.
د لوګر ولايت وياند دين محمد درويش د باخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې ٢٠ تنه پوځيان شهيدان او  ٨ نور يې ټپيان شول.
د دغې پيښې قربانيان او ټپيان هغه سرتيري او افسران وو چې د ځانمرګو يرغلګرو د بريد په وخت کې يې په سالون کې ډوډۍ خوړله .
خو په لوګرکې يو بل سيمه ييز مسوول وايي چې په دې پيښه کې ٢٥ تنه پوځيان شهيدان شوي او ١٤ تنه نور يې ټپيان شوي دي.
په همدې حال کې د لوګر ولايت روغتيايي مسوولينو په دې تروريستي بريدکې  د ټپي پوځيانو روغتيايي حالت خراب وباله او ويې ويل چې يوشمېر يې د درملنې لپاره کابل ته ليږدول شوي دي.
د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ د دروازې او د هغې د مرکزي  ودانۍ ترمنځ واټن  چې د ډوډۍ خوړلو سالون پکې دى؛ په نسبي ډول زيات دى.
د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالولي توپان وايي چې امنيتي ځواکونو دوه تنه يرغلګر مرکزي ودانۍ او د ډوډۍ خوړولو سالون ته له رسيدو مخکې وځپل .
خو په پاى کې دوه تنه يې په دې بريالي شول چې دغه ځاى ته ورسيږي او ځان وچوي.
طالبانوله رسنيو سره په اړيکه کې د دغې پيښې مسووليت په غاړه اخيستى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته