امنیت

درې ويشت تنه وسله وال طالبان په غزني کې او دوه تنه نور په کندزکې ووژل شول

کابل باختردوږي دمياشتې  ٨  :
دغزني ولايت په مربوطاتو کې پرون  دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې درې ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
دملي اردو منسوبينو  دښه  امنيت دتامينولو په مقصد  دغزني ولايت داندړو ، شش ګاو او دقره باغ دولسواليو په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې  له امله يې درې ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول  او لس تنه  نور ټپيان شول  او ددرندو وسلو يوه اندازه مهمات او پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبرله مخې  :  دوه تنه وسله وال  طالبان دشاهين _ ٢ په نامه دملي اردو دځواکونو په هغو چاڼيزو عملياتو کې چې دکندز ولايت دچاردرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوام لري ووژل شول  او دوه تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
دغه راز په دغو عملياتو کې  يوه اندازه وسله  او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته