سیاست

د وزيرانو شورا نوبتي غونډه د حامدکرزي په مشرۍ جوړه شوه

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٠
د وزيرانو شورا نوبتي غونډه نن له غرمې مخکې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامد کرزي په مشرۍ دجمهوري رياست د ارګ دګخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه.
د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پيل کې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس دهغو تصويري او تبليغاتي اعلاناتو دخپريدو دمخنيوي په باب چې دځينو رسنيو له خوا ترسره کيږي او د هيواد دوسله وال پوځي د معمولو ارزښتونو او صلابت او اصولو پرخلاف دي؛ خبرې وکړې او د ملي او دکورنيو چارو له وزيرانو څخه يې په دې باب د زياتو توضيحاتو غوښتنه وکړه.
دغونډې دکار په دوام دملي دفاع او دکورنيو چارو د وزيرانو په مفصله توګه دموضوع جزيياتو ته په اشارې او د دغه خپرونو د بندولو په باب په خپلو اجرآتو باندې په ټينګار سره زياته کړه چې ويندويانو يې يوکال مخکې ددغه شان اعلاناتو د نه خپريدو په باب يوه ګډه پريکړه صادره کړه او هغه يې د آيساف په مشرۍ  د نړيوال ايتلاف د ځواکونو له قوماندانۍ سره هم شريکه کړه او د هغې په ترڅ کې يې د آيساف او نړيوال ايتلاف په ځواکونو پورې له اړوندو برخو څخه غوښتې ده چې د هيواد د وسله والو ځواکونو د هغو اعلاناتو او تبليغاتو خپرولو چې د ملي ارزښتونو او دملي وحدت د روحيې پرخلاف دي؛ په سملاسي ډول وځنډوي او هم دې په راتلوونکې کې هر راز خپرونې مخکې له مخې د هيواد د وسله وال پوځي له مشرتابه سره طرحه کړي. له بده مرغه د نړيوال ايتلاف ځواکونو د دوى دغو غوښتنوته کمه پاملرنه کړې ده او د دريو خصوصي شرکتونو له لارې دملي دفاع او دکورنيو چارو د وزارتونو له اجازې پرته د دغه شان اعلاناتو په توليد او خپرولو لاس پورې کوي .
د وزيرانو شورا د دغې شورا په پخوانۍ پريکړې باندې په ټينګار سره دکورنيو چارو وزير يې موظف کړ چې د دغو شرکتونو فعاليت دې د غونډې له يادونې سره سم وځنډوي او له مسوولينو سره يې قانوني چلند وکړي او په دې ترڅ کې يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته يې دنده وسپارله چې د سرغړونکو ټلويزيونونو مسوولين دې چې له پخوانۍ خبرتيا سره سره ، ددغه شان اعلاناتو په خپرولو لاس پورې کړى دى ، د هيواد عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي .
ورپسې دملي امنيت سلاکار د هيواد په سرحدي ولسواليو دبريدونو د زياتوالي او دغو ولسواليو دپاکستاني پوځيانو د راتګ په باب غونډې ته مفصل معلومات وړاندې کړل او زياته کړه چې پاکستاني پوځيانو تيره شپه دکونړ ولايت په ناړې ولسوالۍ بريد کړى و چې د هيواد د وسله والو ځواکونو او د سيمې دخلکو له سخت چلند سره مخامخ شول چې هغوى ته دسردزيان په اړولو سره بريدونه يې شنډ کړل او هغوى يې په شاتګ ته اړ ايستل .
د وزيرانو شورا د ملي دفاع او دکورنيو چارو وزارتونو ته په ټينګار سره دنده وسپارله چې د هيواد دحريم په ساتنه کې يې دپاکستان د پوځي ځواکونو راکټي او پليو بريدونو ته په خپل وخت ځواب ووايي.
ورپسې د جمهوري رياست ارګ ته څېرمه د ارواښاد سردار محمد داوودخان په نامه د جايداد پيرودنه د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا د لوى رييس له خوا غونډې ته طرحه شوه او زياته يې کړه: د دغې ځمکې پيرودنه چې اته زره څلور سوه متره مربع مساحت لري؛ د دولت د اړتيا په دليل او دغه راز د جمهوري رياست د ارګ د ډاډمن امنيت د تامينولو په مقصد ترسره کيږي چې د ارواښاد سردار محمد داوودخان د ورثه شرعي وکيلانو هريو سردار محمود غازي ، محمد عثمان، تورن آصفي ، همايون بهادر او هما داوود عثماني له خوا د ١٣٩٣ کال د چنګاښ دمياشتې د ٢٤مې نيټې د ٢٠١٠ – ١٤٩ ګڼه شرعي قبالې په وړاندې کولو سره د ورځې په بيه به په دولت وپلورل شي.
د وزيرانو شورا د موضوع په باب له هر اړخيزو خبرو او د ژوندانه د چاپيريال د خپلواکې ادارې د رييس محترم مصطفى ظاهر له خوا د وړاندې شويو معلوماتو په پام کې نيولو د ١٣٩٣ کال د چنګاښ د مياشتې د ٢٤مې نيټې د ٢٠١٠ – ١٤٩ ګڼه شرعي قبالې له مخې د دغه جايداد پيرودنه د اجرا وړ ونه بلله، د ژوندانه د چاپيريال د خپلواکې ادارې رييس او د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رييس يې موظف کړل چې د سردار محمد داوود خان له لور (ميرمن درخانى) سره چې له هيواد څخه په بهرکې ژوند کوي؛ خبرې وکړي ، د جايداد حقيقي وارث دې مشخص او د شرعي سندونو له بشپړولو وروسته دې موضوع د غونډې له يادونې سره سم د قانون له مخې پړاونه يې بشپړکړي.
له اجندا سره سم د جمهوري رياست مرستيال او د فرضي حج د ملي کميټې رييس محمدکريم خليلي په ١٣٩٣ کال کې سعودي عربستان ته د افغاني حاجيانو د استولو د څرنګوالي په اړوند غونډې ته مفصل معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې په روان کال کې سعودي عربستان هغو الوتکو ته چې حاجيان دغه هيواد ته ليږدوي؛ نوي تخنيکي شرايط وضع کړي دي چې د هغو له مخې د هيواد هوايي شرکتونه تراوسه پورې د سعودي عربستان له خوا د الوتنې د اجازې په ترلاسه کولو نه دي بريالي شوي .
ده زياته کړه: د هغې غونډې په ترڅ کې چې د هيواد له هوايي شرکتونو سره يې لرله، هغوى ته دنده وسپاره شوه چې د روان کال د وږي د مياشتې تر ٢٥مې نيټې پورې دې د خپلو الوتکو تخنيکي ستونزې د ترانسپورت او هوايي چلند او د حج او اوقافو د زارتونو او دملکي هوايي چلند د خپلواکه ادارې له لارې د سعودي عربستان له لوري سره حل کړي او له دې پرته به د فرضي حج ملي کميټه له نورو کمپنيو څخه د الوتکو د چارتر کولو په برخه کې اقدام وکړي چې د وزيرانو شورا د تاييد وړ وګرځيد.
ورپسې د حج او اوقافو وزير د حاجيانو د تخنيکي او اداري بهير او حاجيانوته د استوګنځي او ترانسپورت د برابرولو د قراردادونو د بشپړولو په باب هم غونډې ته مفصل معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د ماليې وزير د دولت په لګښټ په روان کال کې د بيت الله شريف حج ته د ملکي شهيدانو د وارثانو د استولو په لاره کې د مالي امکاناتو د محدوديت د نسبت ددغه وزارت معذرت غونډې ته طرحه کړ.
د وزيرانو شورا د ملي دفاع او د کورنيو چارو وزارتونه او د ملي امنيت لوى رياست موظف کړل چې د خپلو اړوندو شهيدانو وارثان دې په روان کال کې د مربوطو ادارو په لګښت د بيت الله شريف حج ته واستوي او د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست دې په ٩١ او ٩٩ کودونوکې د مالي امکاناتو د محدوديت په نسبت د بيت الله شريف حج ته د ملکي شهيدانو د وارثانو له استولو څخه ډډه وکړي.
په همدې ترتيب د وزيرانو شورا وزارتونو او دولتي ادراو ته په ټينګار سره دنده وسپارله چې په تيرو دولسوکلونوکې د ترسره شويوکاري چارو بشپړ رپوټ په تاريخي لړۍ سره د ضروري سندونو ، طرحه شويو پلانونو،کاري پروګرامونو، ترلاسه شويو تجربو او د حل له لارو سره د چارو د لارې پرسره د پرتوخنډونو او ستونزو په وړاندې کولو سره برابر او بشپړ کړي چې د وزيرانو شورا د يوې غونډې په ترڅ کې د هيواد نوي منتخب جمهور رييس ته وړاندې کړي .
دغه راز د وزيرانو شورا د بهرنيو چارو او د ماليې د وزيران په ټينګار سره موظف کړل چې له هيواد څخه په بهرکې د افغاني محصلانو د روان کال مدد معاش په ټاکلې موده کې يې وليږدوي او وويشي.
د اجندا په بله برخه کې د عدليې وزارت مسلکي معين او سرپرست د جغرافيايي نښو نښانو طرحه غونډې ته وړاندې کړه او څرګنده يې کړه چې دغه قانون د افغانستان د اساسي قانون د ١١مې او ١٣مې مادې د حکمونو په رڼاکې د جغرافيايي نښو نښانو په تثبيت پورې د اړوندو چارو د تنظيم، د يوې ساحې يا سيمې د مالونو د توليداتو د ملاتړ او د تجارتي مالونو د تقلب د مخنيوي په مقصد په دريو فصلو ٢١ مادوکې برابر شوى دى .
د وزيرانو شورا له هر اړخيزو خبرو وروسته د دغه قانون طرحه د توليد د نښو نښانو دقانون په نامه د جغرافيايي نښو نښانو د قانون د نامه په تعديل سره تاييدکړه .
ورپسې د عدلې وزارت مسلکي معين او سرپرست دکتنځيو د مقررې طرحه غونډې ته وړاندې کړه او زياته يې کړه چې دغه مقرره په کتنځيوکې دطبي پرسونل په فعاليتونو پورې د اړوندو چارو د تنظيم ،د ښو روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو د زمينو برابرولو او د کتنځيو د چارو د څارنې په مقصد په ٤ فصلونو او ١٩ مادو کې برابره شوې ده .
د وزيرانو شورا له هر اړخيزو خبرو وروسته د عدليې وزارت موظف کړچې دغونډې له يادونې سره سم دې د دغې مقررې په ٩ مه او ١٧مه ماده کې لازم تعديلونه وارد او بشپړه يې کړي.
ورپسې کرکټ بورد ته د کرکټ د ډګر په محدوده کې په وړيا ډول د ٢٤٤ متره مربع ځمکې د ليږدونې وړانديز د کابل ښاروال او د جمهور رييس د سلاکار وزير او د کرکټ بورد د رييس له خوا غونډې ته طرحه شو چې د تصويب وړ وګرځيد.
د غونډې دکار په دوام د ژوندانه د چاپيريال ساتنې د خپلواکې ادارې رييس مصطفى ظاهر د حضوري چمن په ساحه کې د ٢٤ پوړيزې ودانۍ د جوړولو په باب غونډې ته خبر ورکړ او زياته يې کړه چې دغه ودانۍ د لوګر او پغمان د سيندونو ترځمکې لاندې اوبو په تقاطع کې ده چې د هغې د نسبت د ژورتيا له امله په هر ساعت کې دوه زره متره مکعبه خوږې اوبه ضايع کيږي.
په همدې ترتيب د افغانستان د ښاري اوبو رسولو او کاناليزيسيون عمومي شرکت له ترکيې ويګا کمپنۍ سره د کابل ښاروالۍ له خوا د لوړ پوړيزې ودانۍ د جوړولو په مقصد د دغې ساحې د قرار داد د لاسليک په باب په رسمي ډول د جمهوري رياست مقام ته ډاډ ورکړ او زياته کړې يې ده چې دغه ودانۍ د لوګر او پغمان د سيندونو د تقاطع (ترځمکې لاندې اوبو ) د سرچينې په تقاطع کې جوړيږي چې په هر ساعت کې دوه زره متره مکعبه اوبه ورڅخه استخراجيږي چې په څلرويشتو ساعتو کې د کابل ښار د پنځه سوه زرو تنو اوسيدونکو د اوبو ضرورت ضايع کيږي.
د وزيرانو شورا د ښار جوړولو د چارو وزارت تر نظر لاندې د فوايد عامې، دکليو د بياجوړولو او پراختيا، کانونو او پطروليم او د انرژۍ او اوبو وزارتونه ، د ژوندانه د چاپيريال ساتنې خپلواکه اداره او د اوبو رسولو او کاناليزاسيون شرکت موظف کړل چې ساحه دې د هايدرولوژۍ د ماهرانو له خوا په علمي او هر اړخيز ډول وڅيړي او د نتيجې په باب دې په دوو ورځوکې دجمهوري رياست مقام ته رپوټ وړاندې کړي.
دغه راز د ښار جوړولو د چارو وزارت موظف کړى شو چې له ښاري ماسټر پلان سره سم دې د دغې ساحې نوعيت مشخص کړي او کابل ښاروالۍ ته دنده وسپارل شوه چې د موظف هيئت څيړنې تر ورستۍ نتيجې پورې دې د دغې ودانۍ د جوړولو کار وځنډوي.
دغه راز په بشپړه توګه دکابل ښار په کاري تنظيف او پاکولوکې پاملرنه وکړي او په دې لاره کې دې دخلکو همکاري جلب کړي.
وروسته د ١٤٢ اعشاريه ٥ مليونو افغانيو په ټوله بيه د هلمند ولايت ٣٤ تنو اوسيدونکو د استوګنې د کورونو او ونو د تاوان ورکړې په ګډون د ١٠٤ جريبه، ٩ بسوې او ١٦ بسواسې ځمکې استملاک چې ددغه ولايت د ناوې سړک تر پروژې لاندې راغلې ده؛ د فوايد عامې د وزير له خوا غونډې ته طرحه شو .
د وزيرانو شورا په دې باب چې دغه سړک پخوا د پي آر ټي له لارې جوړ شوى دى او د استملاک پيسې يې ورکړې شوې دي ، د مالي د وزير د معلوماتو له مخې پيشنهادي استملاک تاييد نه کړ.
دغونډې په پاى کې د بهرنيو چارو د وزير له خوا دغه درې مورده نړيوال تړونونه غونډې ته طرحه شول چې د تاييد وړ ګرځيدل:
• د افغانستان د اسلامي جمهوريت او د قرغزستان جمهوريت ترمنځ له طبيعي پيښو سره د مبارزې په باب تفاهم ليک.
• په روغتيايي او روزنيزو برخوکې د فرانسې د کلود برنارد پوهنتون او د کابل د طبي پوهنتون ترمنځ د همکارى تفاهم ليک.
• د روغتيايي نظام په باب د فرانسې د کلود برنارد پوهنتون او د کابل دطبي پوهنتون ترمنځ د موافقه ليک اجرايي کنوانسيون.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته