امنیتاقتصاد

د کابل – حيرتانو لويه لاره اوس د سولې په لارې بدله شوې ده

کابل/د وږي ٤ مه / باختر
د کابل – حيرتانو لويه لاره په تېره بیا د پلخمري – سمنګانو لويه لاره چې يو وخت د مرګ د واټ په نامه نومول شوې وه ، اوس د سولې او امن په واټ بدل شوى دى.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ دغه لويه لاره د هېواد پايتخت له منځنۍ اسيا سره نښلوي.
سرچينه زياتوي د امنيت په تامين سره چې د افغانستان د خلکو غوښتنه وه، د دغې لويې لارې په دواړو خواو کې ګرځنده پلورونکو ته د فعاليت زمينه هم برابره شوې ده.
موټر چلوونکى عمرا خان چې د پلخمري ښار په لور روان و، د باختراژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل : يو وخت يې په ډير ډار اوانديښنې سره د تېر رژيم پر مهال په دغه لاره تګ راتګ کاوه؛ خوله نيکه مرغه اوس د جګړې له پاى ته رسېدو او د امنيت په تامينولو سره له ويرې اوانديښنې پرته په دغه لويه لاره تګ راتګ کوي.
هغه زياته کړه: اوس نه يواځې د پلخمري – سمنګانو په لويه لاره کې امنيت تامين شوى دى، بلکې د پلخمري – دوشي او د پلخمري – بغلان د لويولارو په ګډون په ټولو لويو لارو کې امنيت تامين شوى دى.
د چشمه شير په ساحه کې هټيوال ذوالفقار وويل چې امنيت الهي نعمت دى، هغه د کابل – بلخ په لويه لاره کې د امنيت په تامينولو خوښي څرګنده کړه .
ختم-ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته