کابل باختر د مرغومي پنځه ويشتمه :
دملي دفاعي او امنيتي ځواکونو پرون دهېواد په اتو ولايتونوکې د يولړ چاڼيزو عملياتو په ترسره کولو سره اتيا تنه ډار اچوونکي ووژل .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ دهېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو دغه عمليات دننګرهار ، کونړ ، روزګان ، هرات ،فراه ، نيمروز ، بغلان او دفارياب دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره کړل چې له امله يې دسيمه ئيزو وسله والو طالبانو د ډلې ددريو تنو قوماندانانو په ګډون اتيا تنه ډار اچوونکي ووژل شول څوارلس تنه ټپيان او ددغې ډلې دوه تنه نور ونيول شول .
په دغو عملياتو کې ددښمن درې موټرونه ، شپږ موټرسايکلونه دوه قرارګاوې او يوه اندازه وسله او مهمات له منځه وړل شوي دي .
ختم_ عطاالله _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل