سیاست

د جمهور رئیس د وینا متن

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې ٢٢مه
د بریکس BRICS مجمع په غونډه کې د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني د وینا متن
د ١٣٩٤هجري لمريزکال د چنګاښ ۱۸
بسم الله الرحمن الرحیم
اجازه راکړئ، چې لومړی له جمهور رئیس پوتین څخه مننه وکړم، چې په دې عظیمه غونډه کې یې د خبرو فرصت برابر کړ. نن ورځ نړیوال نظم د بدلون په حال کې دی. ټول په دې موافق دي، چې د شلمې پېړۍ اصول د یوویشتمې پېړۍ اړتیاو ته ځواب نه شي ویلی، خو د دې اصولو پرځای د مناسبو او ځواب ویوونکو اصولو په هکله چې د دولتونو، دولتي او غیر دولتي  عناصرو  او مارکېټونو تر منځ  اړیکې تنظیم کړي، د نظر توافق وجود نه لري. د دولتونو تر منځ د تعارض بحث هم له اساسي ننګونو سره مخ دی. د جنګ غیرمعمول چلند، له قوې څخه د ګټه اخیستنې په اړه پوښتنې د هغه کفایت او موثریت رامنځته کوي.
کله چې په ځینو سیمو کې د دولتونو سقوط په یوه عادي چاره بدلېږي، هغه پوښتنه چې زموږ ذهن  مشغولوي د یوې کمزورې اړیکې د راژوندي کولو نه، بلکې د یو  زنځیر د شلېدو په هکله ده. تهدیدونه د نړیوال نظم پر وړاندې په عمومي او د دولتونو په  وړاندې په خصوصي ډول مخ په زیاتېدو دي. د دغو تهدیدونو پر وړاندې ځواب تل غیر واحد او پراګنده دی.
تروریستي سازمانونه او افراطیت له دې ناهمغږۍ څخه  د داسې یو منظم سیستم په رامنځته کولو کې ګټه اخلي، چې له دوی سره د یو افراطي او بدلېدونکي نظام په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.
تروریستي شبکې د یو هېواد له جغرافیې څخه پراخې دي، له نړیوالې، سیمه ییزې او ملي جرمي شبکو سره تینګ تړاو لري. دا شبکې له ټکنالوژي او رسنیو څخه د ګټه اخیستنې کافي تجربه لري، له تاوتریخوالي څخه د خلکو د وېرولو لپاره په منظمه توګه کار اخلي. د ټولنیزو خلاو او اختلافونو د تشخیص، رامنځته کولو او د تفرقې  اچولو لپاره د ګټه اخیستنې کافي مهارت لري. سازماني او شبکه یي جوړښتونه په چټکۍ سره د بدلون په حال کې دي.
څېړنې او تحلیلونه ښیي چې داعش د القاعدې په پرتله په ډېر لږ وخت کې سازماني فعالیتونه او تصامیم په انفرادي تصمیمونو او اقداماتو بدل کړل.
منابعو ته د لاسرسي، د سیمو د کنټرول او د استخدام د ډول په هکله په تروریستي سازمانونو او شبکو کې د پام وړ بدلونونه لیدل کېږي. د ترهګري په هویت او جوړښت کې بدلون په خپل نوبت سره د هغوی په مفکوره کې د خلکو، ګروپونو او بنسټونو پر وړاندې  زیات تاوتریخوالی  او سختي  ده. په فرهنګي میراثونو په بېلابېلو بڼو بریدونه کوي.
موږ په افغانستان کې د اصولو نه موجودیت احساسوو او هم له متمرکزو تروریستي فعالیتونو څخه ځورېږو.
غواړم څو اساسي نکتې بیان کړم. لومړی ، موږ په مستقیم ډول د تروریستي شبکو د فعالیتونو په مقابل کې قرار لرو، چې زموږ د ماتولو کوښښ کوي او د ماتې په صورت کې به د لویو هېوادونو له ډلې څخه زموږ درې ګاونډیان هند، روسیه او چین او همدارنګه ټول لیرې او نږدې ګاونډیان له خطر سره مخ شي.
دویم، جنګ په موږ تپل شوی دی، موږ د سیمې او نړۍ په استازیتوب له ترهګري سره جنګېږو. لازمه ده چې ټول په پوره قوت او منظمو اقداماتو په دې مبارزه کې له موږ سره ملګري شي.
دریم، د افغانستان خلک غواړي دا هېواد د اسیا د وصل په نقطې بدل کړي او د ورېښمو لاره بیا احیا شي. د بریکس له مشرانو زموږ غوښتنه داده ،چې په لومړي ګام کې د دولتونو تر منځ د اړیکو د تنظیم او د نظامونو د پیاوړتیا لپاره د یوې اجنډا د ټاکلو او تطبیق  لپاره  نوي اصول رامنځته کړي ، ځکه د منظمو او قوي دولتونو له موجودیت پرته ترهګري له منځه نه وړل کېږي. د دولتونو تر منځ نه همکاري د ترهګري له تداوم او عواملو سره مرسته کوي. د ترهګري د له منځه وړلو لپاره باید د یوې جامع ستراتیژي په هکله توافق وشي، ځکه اوسمهال چې کوم اقدامات کېږي، اکثره یو اړخیز او پراګنده اقدامات دي. حال دا چې دښمن په یوه ژمنتیا په منظم ډو ل او قاطعیت حرکت کوي.  
څلورم، بالقوه اقتصادي عوامل باید د نړیوالې او سیمه ییزې همکاري له لارې ، په ځانګړي ډول د ورېښمو لارې د طرحې په عملي کولو سره تطبیق شي،  ځکه د پراخې بې وزلي په موجودیت کې د تروریستي شبکو له لارې د ځوانو جنګیالیو د جذب امکانات زیات دي.
په نړیوال او سیمه ییز نظم کې د ځوانې او محرومې طبقې ځای باید تثبیت شي، تر څو هغوی د هېوادونو په برخه کې د مالکیت احساس وکړي او له هغو څخه دفاع وکړي.
په افغانستان کې دا ژمنتیا شته چې نه یوازې په تېر تکیه کوو،بلکې په ټوله انرژي او توان خپل راتلونکی لیدلوری ټاکو. د افغانستان خلک غواړي چې هېواد ته یې د رقابت د ځای نه، بلکې د مرستو د یوې نقطې په توګه وکتل شي.
راځئ چې د نړۍ د سولې، ثبات او سوکالۍ د تامین لپاره  ګډې هلې ځلې وکړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته