نړۍ

آذربايجان د ارمنستان يو پوځي هليکوپــټر راوغورځاوه

باکو- بي بي سي – باختر د لړم دمياشتې ٢٢
د آذربايجان د دفاع وزارت وايي چې د دغه هيواد ځواکونو د ارمنستان يو پوځي هليکوپټر چې د دغه هيواد هوايي حريم ته ننوتى و؛ راغوځولى دى.
د خبرونو له مخې: د دغه هليکوپټر درې تنه عمله وژل شوي دي.
د ارمنستان د دفاع وزارت ويلي دي چې دغه هليکوپټر په قره باغ کې په ميشتو امنيتي ځواکونو پورې اړه درلود او د ناګورنو قره باغ په شخړې وړ سيمې کې يې الوتنه کوله.
د آذربايجان د دفاع وزارت ويلي دي چې دغه هليکوپټر د دواړو لورو د پوځي ځواکونو لومړۍ ليکې ته څېرمه راغورځول شوى دى .
ارمنستان او آذربايجان رسمي اوربند لاسليک کړى دى، خو دغه اوربندپه دې وروستيو وختوکې ماتيدونکى شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته