کابل باختر دزمري څوارلسمه :
د بادغيس ولايت په مرکز د طالبانو د تيرې شپې د بريد له امله دوه تنه پوليسان شهيدان او دوه تنه نور ټپيان شول .
دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ .
د بادغيس د ولايتي شورا رييس حاجي محمد بهاالدين د باختر آژانس خبريال ته وويل: وسله والو طالبانو د بادغيس ولايت په مرکز پورې اړونده د لامان په امنيتي پوستې بريد وکړ چې له امله يې دوه تنه پوليسان شهيدان او دوه تنه نور ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه: ټپيان ډير ژر روغتون ته وليږدول شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ