هرات باختر دلړم دمياشتې ١٤ نيټه :
هغه پلار چې پنځه زامن يې په غوريانو ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا ووژل شول؛ د هرات د والي له خوا يې پوښتنه وشوه .
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د هرات والي پنځه سوه زره افغانۍ نغدي پيسې چې د هرات ولايت له طبيعي پيښو سره د مبارزې د رياست له خوا برابرې شوې وې؛ هغه ته ورکړې.
د هرات والي محمد آصف رحيمي د شهيدانو کورنيو ته د حکومت د خواخوږۍ
او ډاډګيرنې مراتب څرګند کړل او له خلکو څخه يې وغوښتل چې د يو او بل د زغملو په خاطر يې هلې ځلې کړي.
د يادونې وړ ده چې يوه مياشت مخکې پنځه تنه ځوان ورونه د غوريانو په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له خوا په ډزو سره ووژل شول.
پاى ج ذ