امنیت

هغه کسان چې د اهل هنود ځورونې او کړونې سبب شوي وو ونیول شول

کابل / د تلې / ۱۷ / باختر
د اسلامي امارت ویاند وايي چې د کابل امنیه قوماندانۍ هغه کسان چې په کابل ښارکې د اهل هنود د ځورونې او کړونې سبب کېده ونیول.
د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ د خپرونوچارو معین ذبیح الله مجاهد باختراژآنس ته وویل چې د کابل د امنیې قوماندانۍ مجاهدینو هغه کسان چې په کابل ښارکې نیولي دي عدلي مراجعوته معرفي کړل.
مخکې له دې خبرورکول شوی و چې یوشمېروسله والو کسانو چې ځان یې د اسلامي امارت له ځواکونوڅخه معرفي کړي وو د کابل په کارته پروان کې د اهل هنود او سیکانو عبادت ځای ته ننوتي وو د عبادت ځای ساتوونکي وهلى او ډبولي او د عبادت ځای ځينې برخې ویجاړې او امنیتي دوربینونه یې مات کړي و.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته