کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ١١
په قندهار ولايت کې تيره شپه د افغان پوځيانو او د بهرنيو ځواکونو ګډ چاڼيز عمليات پيل شول.
د قندهار د والي ويندوى جاويد فيصل باختر آژانس ته وويل : دغه عمليات دوسله والو طالبانو له شتون څخه دميانشين ولسوالۍ دنا امنو سيمو دپاکولو
په مقصد دافغان امنيتي ځواکونو او دايساف د قوتونو په ګډون پيل شوي دي دخبرځاى دڅرګندونو له مخې : تراوسه پورې دميانشين ولسوالۍ دسيدحسن او ګرنتو ساحې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوې او عمليات په برياليتوب سره پرمخ ځي.
خبرځاى وويل : دغه عمليات دطالبانوله شتون څخه دټولو نا امنوسيمو تر پاکولو پورې دوام ومومي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ