نړۍ

دامريکا پوځي ټيم دسوريې دمخالفينو دروزنې لپاره ترکيې ته ځي

واشنګتن ايرنا  باختر دتلې دمياشتې  ١٩ :
دامريکا  دبهرنيو چارو وزارت دسوريې  دمعتدل په نامه  داعتراض کوونکو دروزنې لپاره ترکيې ته دامريکا دپوځي ټيم داستولو خبرورکړ.
دغه ټيم به په روانه اوونۍ کې ترکيې ته ورسيږي  .
دامريکادبهرنيو چارو وزارت په يوه وينا کې  اعلام وکړ چې  په روانه اوونۍ کې دسوريې دمنځ لارو اعتراض کوونکو دروزنې په مقصد يو پوځي ټيم ترکيې ته استوي.
دامريکا دبهرنيو چارو   وزارت دغه راز وويل :  چې ترکيې په خپله خاوره کې   دسوريې داعتراض کوونکو له روزنې سره  موافقه کړې ده .
دامريکا دغه اقدام په داسې حال کې کيږي چې  ترکيې او امريکا په تيرو دريو کلونو کې دسوريې دحکومت دمخالفينو په وسله والو کولو اوملاتړ کې ستر رول لوبولى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته