۱۰۰ ورځې

د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون ويندوى: د شکايتونو د ثبت مهلت نن د ماښام په اوو بجو پاى ته رسيږي

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٧ د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون ويندوى نن په يوه خبري غونډه کې وويل: د لومړنيو نتيجو د اعلام په باب د شکايتونو د ثبت وروستى مهلت نن د ماښام په اووبجو پاى ته رسيږي چې د تمديد وړ نه دى. ددغه کميسيون مسوولينو پخوا اعلام کړى و چې ټول نوماندان کولاى شي د جمهوري رياست د انتخاباتو د لومړنيو نتيجو له اعلام وروسته د ٢٤ ساعتو په د ننه کې خپل شکايتونه په دغه کميسيون ثبت کړي . د باخترآژانس دخبريال دخبرله مخې: په دې خبري غونډه کې د انتخاباتي شکايتونو دکميسيون ويندوى نادر محسني وويل: د جمهوري رياست د انتخاباتو د لومړنيو نتيجو له اعلام وروسته تراوسه پورې هيچ شکايت په دې کميسيون کې نه دى ثبت شوى او نوماندانو ته ٢٤ ساعته مهلت ورکړ شوى دى چې د لومړنيو نتيجو په باب خپل شکايتونه ثبت کړي چې دغه بهير به د نن ماښام په اوو بجو پاى ته ورسيږي. ده دويم پړاو ته د انتخاباتو د تلو خبر له وخت څخه مخکې وباله او ويې ويل چې د انتخاباتي شکايتونوکميسيون تراوسه پورې د خلکو د رايو په نسبت کوم غوڅ تصميم نه دى نيولى او د انتخاباتو د بهير دڅيړنې ټول موارد د دغه کميسيون پريکړې دي. د انتخاباتو د خپلواک کميسيون رييس پرون د جمهوري رياست د انتخاباتو د لومړنيو نتيجو د اعلام په بهيرکې وويل: څيړنې ښيي چې انتخابات به دويم پړاو ته لاړ شي، خو دغه کميسيون د مالي او تخنيکي له پلوه تيارى لري. په همدې حال کې د جمهوري رياست د نوماندانو يو شمېرکتوونکي د انتخاباتي شکايتونو دکميسيون د مهلت په باب وايي چې دغه مهلت د شکايتونو دثبت لپاره ناڅيز دى او هغه فورمې چې له موږ سره شته؛ نشي کيداى په يوه ورځ کې له هغو فورمو سره چې د انتخاباتو له خپلواک کميسيون سره شته ، پرتله شي؛ له دې امله دغه مهلت بايد تمديد شي. دغه راز د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون ويندوى نادرمحسني د باختر آژانس له خبريال سره په خبروکې ددغو غوښتنو په ردولو سره وويل: د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون له طرزالعمل سره سم د لومړنيو نتيجو له اعلام وروسته د نوماندانو د شکايتونو د ثبت لپاره ٢٤ ساعته وخت ټاکل شوى دى او دغه وخت هيڅکه د تمديد وړ نه دى . ټاکل شوې ده د جمهوري رياست د انتخاباتو وروستۍ نتيجې د ثور د مياشتې په ٢٤ مه نيټه اعلام شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته