نړۍ

پاکستان ته د سعودي عربستان د بهرنيوچارو د وزير سفر

اسلام ابادباختر دمرغومي شپاړلسمه :
د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزيرسعود الفيصل به نن اسلام آباد ته ورسيږي او دپاکستان له صدراعظم او جمهور رييس سره به وګوري.
دپاکستان دخبري منابعو دخبر له مخې: الفيصل به د دوه اړخيزو اړيکو په باب په خبرو سربېره له پاکستاني مقاماتو سره د افغانستان د مسئلو  او د ٢٠١٤ ميلادي کال په پاى کې د نړيوالو پوځيانو له وتلو وروسته د دغه هيواد د حالت په باب هم خبرې وکړي.
پاکستان ته د سعودي عربستان د بهرنيو چارو د وزير دغه سفر په داسې حال کې کيږي چې د افغانستان د سولې دعالي شورا يو هيئت تيره اوونۍ عربستان ته تللى و .
ددغه سفر په بهيرکې د افغانستان د سولې د عالي شورا هئيت د اسلامي هيوادونو د همکاريو د سازمان له مقاماتو سره هم د افغانستان د سولې د هڅو په باب خبرې کړې دي.
سعودي عربستان تراوسه پورې په عملي توګه په افغانستان کې له وسله والو مخالفينو سره د سولې د خبرو لپاره په هڅوکې نه دى ښکيل شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته