ورزش

له څوارلس کلنۍ څخه ښکته دفوټبال ملي ټيم په هند کې خپله دويمه لوبه هم په برياليتوب سره ترسره کړه .

کابل باختر دوږي شپږ ويشتمه :
له څوارلس کلنۍ څخه ښکته دهېواد دفوټبال ملي ټيم دسوپرتوکپ په سياليو کې په خپله دويمه لوبه کې  دهند دچاتيز ګر ټيم ته ماتې ورکړه .
دباختراژانس  دخبرله مخې:ددغو دوو ټيمونو ترمنځ لوبه نن په هند کې ترسره شوه او له څوارلس کلنۍ څخه ښکته دهېواد دفوټبال  دملي  ټيم غړو وکولى شول دهند دچاتيز ګر ټيم ته دصفر په وړاندې په دريو سره ماتې ورکړي .
  له څوارلس کلنۍ  څخه ښکته دهېواد دفوټبال  ملي ټيم په دغوسياليو کې  په خپلې لومړنۍ لوبه کې دسريلانکا له څوارلس کلنۍ څخه ښکته دفوټبال ملي ټيم ته دزياتو ګولونو په وهلو سره ماتې ورکړه  او لوبه يې دصفر په وړاندې په دوه ويشتو سره دځان په ګټه پاى ته ورسوله .
دفوټبال فدراسيون مسوولين ادعاکوي چې له څوارلس کلنۍ  څخه ښکته دهېواد دفوټبال دملي ټيم لوبغاړو په ښه چمتووالي سره په دغوسياليو کې ګډون کړى دى.
ټاکل شوې ده چې ددغو سياليو  په دريمه  لوبه کې له څوارلس کلنۍ څخه  ښکته دهېواد دفوټبال  دملي ټيم دهندوستان دپنجاب ټيم په وړاندې لوبه  وکړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته