سیاست

خلک له حکمتيار سره دسولۍ په باب محتاطانه نظر څرګندوي.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢٩
کابل ښاريان دافغانستان له اسلامي ګوند سره دسولۍ په وړاندې او کابل ته دحکمتيار دراتګ په باب بېلابېلې نظريې لري.
يو شمير خلک په دې باور دي که چيرې دګلبدين حکمتيار په مشرۍ له اسلامي ګوند سره سوله په هيواد کې دسولې او ثبات په ګټه وي ، خلک د زړه له کومې دهغه ملاتړ کوي او که چيرې دغه موافقه دنظام دګډوډولو سبب شي او نا امني زياتې کړي خلک يې ملاتړ نه کوي.
دکابل ښار اوسيدونکى ذبيح الله باختر آژانس ته وويل: خلک له هرڅه څخه زيات سولۍ او آرامۍ ته اړتيا لري څو لسيزو جګړو زموږ خلک ستړي کړي دي له همدې امله دولت له هرې ډلې سره چې سوله وکړي له شک پرته خلک يې هرکلى کوي.
ديوې دولتي ادارې کارکوونکې ظريفې وويل :دهيواد د دولت مشران بايد له حکمتيار سره دسولۍ دموضوع په باب لازمه پاملرنه وکړي دې وويل: دهيواد او په تيره بيا دکابل اوسيدونکو تراوسه پورې د اوويايمې لسيزې کورنۍ جګړې نه دې هيرې کړي او تراوسه پورې د دوى دبچيانو ميړونو اودميندو له لاسه ورکولو غمونه د دوى له زړونو څخه نه دي پاک شوي او بايد دهيواد مشرتابه له ګلبدين حکمتيار سره  دسولۍ په لاره کې له لازم احتياط څخه کارواخلي او په دې برخه کې ډير قوي ضمانت واخلي.
يوبل ښاري چې دنامه له اخيستلو څخه يې ډ ډه وکړه دباختر آژانس خبريال ته وويل چې داسلامي ګوند مهمو شخصيتونو دلنډ مهال حکومت له جوړيدو څخه تراوسه پورې په لوړو دولتي پستونو کې کار کړى دى او همدا اوس هم د دولت په چوکاټ کې د دوى شتون زيات دى او بايد ګلبدين حکمتيار هم له دغه بهير سره يوځاى شي چې په هيواد کې دسولۍ او ثبات د ټينګښت په لاره کې خپل رول ولوبوي.
ده وويل :خلک هيله لري چې دافغانستان داسلامي ګوند مشر په هيواد کې دسولۍ او ثبات د ټينګښت لپاره هلې ځلې وکړي او هغه دخلکو دامنيت په تامينولو او د ټولنې دسوکالۍ لپاره خپل مسووليت ادا کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته