سیاست

جمهور رئیس غني د نېکمرغه لوی اختر لمونځ د ارګ په جامع جومات کې ادا کړ

کابل_باختر د وږي د مياشتې١٠
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن سهار د تشریفاتو قطعې له معاینې وروسته د نېکمرغه لوی اختر لمونځ د ارګ په جامع جومات کې ادا کړ.
دجمهوررييس دويانددفترباخترآژانس ته خبرورکړ
د اختر د لمانځه په مراسمو کې پر جمهور رئیس په ګډون د جمهوري ریاست دویم مرستیال قانونپوه سرور دانش، د اجرائیه ریاست مرستیالانو انجنیر محمد خان او محمد محقق، قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس، د کابینې او ملي شورا یو شمېر غړو او د هېواد ملکي او نظامي اراکینو او د خلکو بېلابېلو قشرونو حضور درلود. د لمانځه له ادا کولو وروسته یې له هغوی سره د اختر مبارکي وکړه.
وروسته جمهور رئیس غني د رسنیو له لارې د افغانستان ټولو خلکو او د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وویله او زیاته یې کړه: ویاړم چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد په لیرې نقطو، غرونو، دښتو، ښارونو او کلیو کې د امنیت په تامین بوخت دي تر څو زموږ هېوادوال په خوښۍ د اختر مراسم ونمانځي.
جمهور رئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ له امله د خلکوله اجماع څخه مننه وکړه وې ویل، ټپیانو او د شهیدانو کورنیو ته رسیدګي شوې او افغان حاجیان هم په سلامتۍ د حج د مناسکو په ادا کولو بوخت دي.
جمهور رئیس وویل، افغانستان ویاړي چې ملي او مذهبي وحدت لري. هغه زیاته کړه، پر مقدسو ځایونو برید د افغانستان په ټولو خلکو برید دی او دا د خوارجو او فتنه ګرو کار دی.
محمد اشرف غني له اهل سنت څخه وغوښتل چې د اهل تشیع تکایاو ته لاړ شي او له اهل تشیع څخه یې وغوښتل چې د اهل تسنن جوماتونو ته لاړ شي او خپل مذهبي یووالی وښیي.
هغه وویل، افغانستان وياړي چې د ټولو وروڼو قومونو همغږي او مساوات په کې موجود دی او داسې شرایطو ته رسېدلي یوو چې زموږ د بریالي بهرني سیاست له امله ۴۰ کلنې هیلې د عملي کېدو په حال کې دي.
جمهور رئیس پاکستان ته په خطاب کې وویل، موږ هر اړخیزو مذاکراتو ته تیاری لرو او له پاکستان سره سوله زموږ په ملي اجنډا کې ده. هغه ټینګار وکړ چې دا هېواد هیڅوک په زور نشي مجبورولی او موږ د سیمې د هوساینې او سوکالۍ تامین ته تیار یوو.
د هېواد جمهور رئیس وویل، مخالفین باید دا انتخاب کړي چې  د افغانستان دي او د دې وطن د مور شیدې یې روږدلي ، یا د نفاق او شقاق وسیله دي.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، سوله د خدای (ج)امر او د پیغمبر(ص) لاره او سنت ده. جنګ موږ نشي مجبورولی چې خپلې ملي ګټې تر پښو لاندې کړو.
هغه زیاته کړه، د فساد او د هغه د ټولو ډولونو پر ضد زموږ مبارزه په چټکۍ ادامه لري او په دې برخه کې زموږ د خلکو هیلې  پوره کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته