سیاست

د ننګرهار او لغمان ولایتونو د برښنا د ستونزې د حل لپاره د پنځو مېلیونو امریکايي ډالرو وړاندیز

مهتر لام باختر د لړم ۱۳ مه
د لغمان او ننګرهار ولایتونو د برښنا د اساسي حل لپاره د پنځو مېلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت د تدارکاتو ملي ادارې ته د وریښمین تنګي له لارې د پایو د نصبولو او د لینونو د غځولو په اړه وړاندیز شوی دی.
د باختر آژانس د سیمه ېیز خبریال  د خبر له مخې:
پرون په مرکز کابل کې د لغمان او ننګرهار ولایتونو والیانو د برښنا شرکت له عمومي رئیس سره د برښنا د ستونزې د لنډ مهالې او اساسي حل په موخه کتنه کړې.
سرچینه زیاتوي چې د دې کتنې پرمهال د لغمان او ننګرهار ولایتونو د برښنا ستونزې د اساسي حل په موخه د برښنا د شرکت د ادارې له لورې د شاوخوا ۵ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت د تدارکاتو ملي ادارې ته د ورېښمین تنګي له لارې د پایو د نصبولو او د لینونو د غځولو په موخه وړاندیز شوی دی.
خبرځای زیاتوي چې د دغه وړاندیز چارې به د مسوولینو له لورې په جدي ډول تعقیب او د دوه نیمو میاشتو په موده کې به بشپړې شي .
دا په داسې حال کې ده چې پرون د ننګرهار ولایت اوسېدونکو د دولت د مخالفو وسله ‎والو له خوا د پرې شوې برښنا په غبرګون کې اعتراضیه خیمې ولګولې.
اعتراض کوونکي ادعا کوي چې د ننګرهار او لغمان ولایتونو د برښنا د پرې کولو مسئله مافیايي شوې چې د دوی پر وینا په دغه مسئله کې د برښنا شرکت یو شمېر چارواکي هم لاس لري.
کابو یوه میاشت کېږي چې د وسله والو مخالفانو له لوري د لغمان ولایت په بادپښ سیمه کې د ننګرهار او لغمان ولایتونو برښنا پرې شوې چې له امله یې ګڼ شمېر خلک له ستونزو سره مخامخ دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته