امنیت

دغور د کرنې او او بو لګولو رئيس ونيول شو

دغور ولايت د کرنې او او بو لګولو د ادارې رئيس ونيول شو .

دغور ولايت دڅارنوالۍ رئيس ګل احمد حيدري د باختر ا طلاعا تي اژانس ته وويل چې دغورڅارنوالۍ له هغه وروسته ددغه ولايت د کرنې او او بو لګولو د ادارې درئيس انجنير فريد الدين د نيولو امر ورکړ چې ده د چغچران په ښار کې د کرنې دتحقيقا تي فارم سا حه دشنې اود حيوا ني کلينيک ساحي په خپل سر د ملي اردو په يوې قرار ګاه او ددغه ولايت په ورزشي امريت وويشلي

دغور دڅارنوالۍ رئيس څرګنده کړه چې د کرنې او او بو لګولو رئيس د کرنې دتحقيقا تي فارم اودشنې سا حي څه نا څه څلويښت جريبه ځمکه د ملي اردو دقرار ګاه د جوړولو اود حيوا ني کلينيک ديو جريب ځمکې سا حه د ورزشي امريت د لو بغالى د جوړولو په مقصد ددغه ولايت د ورزشي امريت په واک کې ورکړي دي

حيدري وويل داسي تورونه لګول شوي دي چې دغوردکرنې او او بو لګولو رئيس هغه مرستې چې دموسسو له خوا ددغه ولايت د ولسواليو بزګرا نو ته ور کړي شوي دي هم په خپل سر داړ تيا په پام کې نيولو پرته په بز ګرا نو ويشلى دي دغور دڅار نو الۍ رئيس دغه را ز زيا ته کړه چې دانجنير فريد الدين هغه ترا کتورونه چې له بزګرانو سره د مرستې په مقصد ددغه رياست په واک کې ورکړ شوى و د قسط په ډول په خپلوا نو ويشلي دي

د ياد ونې وړ ده چې څه موده مخکې دغور ولايت دپو هنې رئئيس هم د اختلاس او د بډى اخيستنې په تور نيول شوى و او دا ددغه ولايت دويم مقام دى چې دڅا رنوالۍ له خوا نيول کيږي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته