امنیت

د فارياب لپاره د طالبانود ډلې د استخباراتو مسوول وژل کيدل

 شبرغان/ باختر/ دزمري٢٠مه
د فارياب لپاره د طالبانو د ډلې د استخباراتو مسوول په ګډون شپږ وسله وال طالبان پرون په جوزجان کې ووژل شول.
د٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمدحنيف رضايي باخترآژانس ته وويل ؛ دغه وسله وال طالبان د جوزجان  د قرقين ولسوالۍ په مربوطاتو کې له پوځيانو سره په نښته  کې ووژل شول.
په وژل شويو کسانو کې د فارياب لپاره د وسله والو طالبانو د ډلې استخباراتو مسوول مولوي عبادالله هم شامل دى.
هغه وويل ؛ په دې نښته کې ٢٥ نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
ده زياته کړه په دې نښته کې ي وافغان پوځي هم شهيد  شوى دى.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته