خبرونهټولنه

لغمان کې تېر کال نږدې ۷۶زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي

کابل، د غوايي ۲۲مه، باختر

د لغمان ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې تېر کال ‍‍د ۳۴ زره او ۳۸۴ برېښنايي او  ۴۱ زره او۴۵۰ کاغذي پېژندپاڼو د وېش خبر ورکړی دی.

د دغه ولایت د احصايې او معلوماتو رییس مولوي عبدالحی حقاني وايي چې هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ کسان د برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه د دې رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي.

حقاني زياتوي، چې د مرکز په ګډون د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال ۱۶۴۴ کسانو ته په کاغذي پېزندپاڼو کې د اصلاحاتو او ۱۹ زره او ۳۹۱ نورو کسانو ته د ژوند پېښو (زېږون کارتونه، د مړینې پارچې، ودونو او طلاق ثبت) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.

د نوموړي په وینا، په ياد ولايت کې اوسمهال د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش دوې څانګې فعالې دي چې په کې د برېښنايي پېژندپاڼو پر وېش سربېره، تر وېش وروسته خدمتونه (مثنی پېژندپاڼو وېش، د زېږونونو، ودونو او طلاق ثبت او د پېژندپاڼې تجدید) هم وړاندې کېږي.

ورته مهال د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د هېواد په کچه یې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې، ترڅو هېوادوال وکولی شي چې په آسانۍ برېښنايي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته