جلال اباد باختر د لیندۍ ۵ مه
افغان ځواکونو د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې درې تنه وسله وال طالبان نیولي دي.
ځايي چارواکي وايي چې له دغو کسانو سره یو کرولا ډوله موټر او درې کلاشینکوفونه هم نیول شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږياڼي د باختر آژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې دغه وسله وال طالبان پرون ناوخته د پولیسو له لوري د پلټنو پر مهال نیول شوي او دا مهال تر پوښتنو لاندې دي.
پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ