ورزش

څلورو ټيمونو دهرات دشل کلنو ځوانانو د فوټبال ټيم وروستي پړاوته لاره وموندله.

کابل – باختر د کب دمياشتې ١١
په هرات کې دشل کلنو ځوانانو د فوټبال سياليو په څلورو لوبو سره دوام وکړ. دهرات دورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو سياليو کې دپامير ټيم ديوې په وړاندې په دوو سره دپيام آسيا په ټيم ، دجامي ټيم دمقر په وړاندې په يوې سره د ارش په ټيم ، د ابو مسلم ټيم د نهو په وړاندې په لسو سره داتفاق په ټيم او دميوند ټيم دڅلورو په وړاندې په پنځوسره دامو په ټيم بريالي شول.
دغه سيالي دديرشو ټيمونو ترمنځ په هرات کې پيل شوې دي چې دميوند ، پامير جامي او د اوبو مسلم ټيمونو نيمه وروستي پړاوته لاره وموندله.  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته