کابل /دسلواغې ١٠مه /باختر
په کندز کې پوځيانو څو کلي تېره شپه له وسله والو طالبانو پاک کړل .
د ٢١٧ پامير قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول هادي جمال باختراژانس ته وويل چې د کندز ښار د اتمې ناحيې په مربوطاتو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې د لودين، خواجه غلطان، پل مومن او د نو اباد کلي له وسله والو طالبانو پاک شول.
هغه زياته کړه، په عملياتو کې د وسله والو طالبانو دوه سنګرونه ويجاړ شوي او د هغوى څو جنګي وسايل هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي.
ختم_ ج – اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ