اقتصاد

دملي تدارکاتو کمیسیون د ۸۶۰ میلیونو افغانیو په ارزښت ۶ قراردادونه منظور کړل

کابل باختر دزمري اوولسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون غونډه تير ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې د ۸۶۰ میلیونو افغانیو په ارزښت ۶ قراردادونه منظور شول، چې په هغو کې د لومړۍ برخې د استنادي او احاطوي دېوالونو جوړولو پروژه، په دایکندي کې د ۳۶ښوونځیو د برېښنا سیستم او تشنابونه، په کاپیسا ولایت کې د ۲۶ښوونځیو د برېښنا سیستم او احاطوي دېوالونود جوړولو پروژې د بشپړولو په موخه د اضافه کارۍ تعدیلول، د چارو د ادارې عمومي ریاست د تيلو د تدارک قرارداد تعدیل، په اوو برخو کې د ملي دفاع وزارت سیمه ییزو او مرکزي قطعاتو او جزوتامونو د تاسیساتو د ساتنې او مراقبت پروژې قراراداد، د ستر درستیز د روغتیايي قوماندانۍ د کار ابزار او د ترمیم وسایلو د تدارک، په لومړۍ، دویمه، درېیمه، پنځمه او شپږمه برخه کې د ملي دفاع وزارت د انجنیرۍ ریاست د ودانیزو او تحکیمي چارو پروژې شاملې دي.
د ملي دفاع وزارت د یادو پروژو پړاوونه د څو برخو په ګډون په چوکاټي ډول بشپړ شوي دي، همدارنګه   وروستی یاد شوی قرارداد په اصولو کې په دې شرط تائید شو چې د ملي تدارکاتو ادارې ملاحظات په کې رفع شي.
دملي تدارکاتو کمیسیون، د انرژۍ سکتور د پراختیايي پانګونې لومړی او دویم پروګرام د څارنې او تطبیق د مشورتي خدمتونو قرارداد د وخت تمدید، د غزني ولایت له ګیرو څخه تر اندړو پورې د سړک جوړولو قرارداد په بیه کې د بدلون راوړلو پرته تعدیل، د غزني په ښار کې دننه د ۱۰،۴ کیلومتره سړکونو د وخت تمدید او همدارنګه د ملي اردو د پرسونل د انتقالولو قرارداد تمدید د ۲۲ورځو لپاره منظور کړل.
همدارنګه د عامې روغتیاپه وزارت پورې اړوند د اوبو پاکولو ۴ دانې ماشینونو او ۳۰ دانو دیالیز ماشینونو د تدارک قرارداد، د یاد وزارت په وړاندیز له دې امله چې قراردادي شرکت په ژمنو عمل نه و کړی فسخه شو او همدارنګه پرېکړه وشوه چې یاد شرکت دې د ارزونې لپاره د محرومیت کمېټې ته وپېژندل شي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس څرګنده کړه که چيرې قراردادیان د قرارداد له شرایطو سره سم پروژې په خپل وخت اجرا نه کړي، نو قانوني چلند ورسره کېږي.
په دې غونډه کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د مالیې او اقتصاد وزیرانو، په زیربنايي چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو، د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمیسیون، د پارلماني شفافیت کاکس، د سیګار ادارې او غوڅ ملاتړ سیستیکا استازو هم ګډون کړی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته