سیاست

جمهوررئیس غني د ایټالیا له لوی درستیز سره وکتل

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې٣٠ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون په ارګ کې د ایټالیا له لوی درستیز کلودو ګرازینو سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د بېلابېلو مسائلو په ځانګړي ډول د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ژمنیو او پسرلنیو پلانونو په هکله بحث او خبرې وکړې.
د هېواد جمهوررئیس له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول په نظامي او ملکي برخو کې د ایټالیا د مرستو او همکاریو مننه وکړه.
د ایټالیا لوی درستیز د افغانستان په امنیتي او دفاعي ارګانونو کې اصلاحات د حکومت د هر اړخیزو هڅو پایله وبلله وې ویل، په دغو بنسټونو کې اصلاحات د لمس او درک وړ دي. هغه د افغانستان په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د اصلاحاتو بهیر د دوام په اړه هیله مندي وښوده.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د افغانستان حکومت به په بېلابېلو ډګرونو کې د وروستیو کلونو درسونو او تجربو څخه د راتلونکو پلانونو په پرمختګ کې اغیزناکه استفاده وکړي. هغه زیاته کړه، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د رهبرۍ او جوړښت پر څرنګوالي به لا زیات کار وشي.
جمهوررئیس د ایټالیا لوی درستیز ته په خطاب کې وویل: تاسې په نظامي ډګر کې له لازمې تجربې او تخصص لرئ، نو هیله ده چې د ګډو همکاریو په چوکاټ کې خپلې تجربې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره شریکې کړئ.
د ایټالیا لوی درستیز په بېلابېلو ډګرونو کې د ګډې همکارۍ د زمینو د برابرولو په اړه  جمهوررئیس غني ته ډاډ ورکړ، وې ویل، که څه هم د هېواد ځواکونه یې په هرات ولایت کې میشت دي، خو هڅه به وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ لازیاتې شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته