کابل / د زمري لومړۍ / باختر
د فارياب پوليسو پرون په دغه ولايت کې يو تن له څه دپاسه ١٠٠ بوتله الکولي مشروباتو سره ونيو.
د فارياب د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش باختر آژانس ته وويل: د دغې قوماندانۍ منسوبينو دغه کس يې د دغه ولايت د خان چهارباغ ولسوالۍ د آقينې بندر له مربوطاتو څخه له ١١٠ بوتله الکولي مشروباتو سره ونيو.
هغه زياته کړه: ياد سړي غوښتل دغه الکولي مشروبات د اوبلن ګاز له يو ټانکر موټر څخه په استفادې سره د آقينې بندر ښارګوټي ته داخل کړي.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ