ښوونه او روزنه

دپو هنې و زارت ددينې تعليما تو مسوولينو غونډه و کړه

کابلباخترد وري٢٩

په افغا نستان کې ددينې مدرسو د حالا تو دڅيړنې او ددوي دستونزو د تشخيصولو په مقصد نن د پو هنې وزارت د اسلا مي تعليما تو د مسوولينو په ګډون په کا بل کې يوه غونډه جوړه شوه

د باختر اژانس دخبريال دخبر له مخې په دې غونډه کې چې دپو هنې وزارت له خوا وايسيسکو اويونسکو مو سسو په همکاري جوړه شوه په هيواد کې ددينې مد رسو د حالت دڅرنګوالى په اړوند خبري وشوې

 په دې غونډه کې دپو هنې وزارت د اسلا مى تعليما تو معين ډا کتر شفيق صميم خبرې و کړې او ويې ويل دايسيسکو سا زمان د هغو سا زمانونو له جملي څخه دي چې د اسلامى تعليما تو او په فرهنګي اوروز نيزو برخو کې له زيا ترو اسلا مى هيوادو نو سره مرسته کوي

 ده زيا ته کړه افغا نستان هم دسترو اسلا مي هيوادو نو له جملى څخه دى او په دى هيواد کې څه نا څه نهه سوه ديني مدرسي او شپيته  دينې دار العلو مو نه د پو هنې وزارت تر پو ښښ لا ندې فعاليت کوي

 دده دڅرګند و نو له مخې دينې مدرسو ته پا ملرنه دپو هنې و زارت په لومړيتوب کې دى او دغه و زارت هڅه کوى دستو نزو اوعوا ملو په تشخيصولو سره ددغو تعليمې مرکزو نو د ودي  زمينه برا بره کړى

 په دى غونډه کې د ايسيسکو مو سسي پيغا م ددغى مو سسي د استا زى له خوا ولو ستل شو چې پکى له افغا نستان سره د اسلا مي تعليما تو دظرفيت په لوړولو کې ددغه مرکز پرهمکاريو ټينګار شوى و

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته