امنیت

پوځيانو په فراه کې ملکي وګړي د طالبانو له بند څخه آزاد کړل

کابل/ دتلې ١٦مه / باختر
په فراه کې اووه ملکي وګړي د وسله والو طالبانو له بند څخه آزاد شول.
د فراه پوليسو وياند محب الله محب د باختر آژانس خبريال ته وويل: وسله والو طالبانو دغه کسان له څو ورځو را په دېخوا د دغه ولايت د پرچمن ولسوالۍ له تګلوري څخه تښتولي وو.
هغه وويل: پوځيانو په ځانګړوعملياتوکې دغه کسان د وسله والو طالبانو له بند څخه آزاد کړل.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته