امنیت

په روزګان کې یو شکمن کس له یوه اندازه مهماتو سره ونیول شو

ترينکوټ باخترد چنګاښ د مياشتې ۳۱ مه
د روزګان په مرکز ترينکوټ ښارکې يو کس له يو شمېر وسلو او مهماتو سره ونيول شو.
د روزګان ولایت د ملي امنیت مسولينو  باختر اژانس ته وویل  چې تیره ورځ يې د دغه ولایت د مرکز ترینکوت اړوند د «ده یک» په سیمه کې یو شکمن کس د کلاشینکوف له لس زره   مرمیو، یو میل پیکا ، درې میله کلاشینکوفونو او یو میل لیزر لرونکي امریکايي ټوپک سره یو ځای نیولی دی.
د دوی  په وینا دغه مهمات د روزګان ولایت لپاره د وسله والو طالبانو له خوا د نومول شوي والي د مرستیال حمزه اړوند دي او له سرخوم سیمې څخه د ده یک له لارې د ګرماب سیمې ته وړل کیدل.
دوی زياته کړه چې شکمن کس اوس هم تر څیړنو لاندې دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته