امنیت

په بغلان کې د نشه يي توکو کشفول

کابلباختر د مرغومي ٣ مــــــــــــــه

دبغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوالى د امنيې قو ماندانى پوليس تيره شپه ددغې ولسوالۍ په مر بوطاتو کې ديوې اندازي نشه يي توکو په کشفولو بريالي شول.

دبغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر يو تن چارواکي جاويد بشارت ددغه ټکې دڅرګندولو په ترڅ کې دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل په دغو توکو کې پنځلس يو کيلو يي کڅوړي چرس شته چې تيره شپه له يو کرولا موټر څخه په استفادي سره د نهرين له ولسوالۍ څخه د مرکزي بغلان په لور ليږدول کيدل داو بو مخزن په ساحه کې کشف او تر لاسه شول.

خبرځاى زيا ته کړه خو ددغو توکو ليږد ونکي دشپې له تور تم څخه په استفادي سره په تيښتې بريالي شوي دي او نشه يي توکي له موټر سره ترلاسه اود بغلان ولايت له نشه يي توکو سره دمبارزي مديريت ته سپارل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته