کابل باخترد وري اتمه :
يوه زياته اندازه جنګي تجهيزات او پوځي امکانات د انصار زون قوماندانۍ ته ورسيدل.
دغه تجهيزات او امکانات د کورنيو چارو وزارت له خوا په يو اکمالاتي قطارکې د ٦٠٦ انصار زون ساحوي زون قوماندانۍ ته انتقال شوى دى چې د بېلابېلو قطعاتو اړتياوې پکې شاملې دي .
د٦٠٦ انصار ساحوي زون د امنيتي چارو مرستيال او سرپرست مل پاسوال عبدالغفارصافي دکورنيو چارو وزارت داکمالاتي کنډک دقوماندانۍ د ځواکونو ستاينه وکړه .
د کورنيو چارو وزارت د اکمالاتي کنډک قوماندان سمونوال ضيا الدين سالنګي وويل: دغه قطعه بشپړ تيارى لري چې په هر راز شرايطو او حالاتوکې په خپل وخت د ملي پوليسو جزوتامونه او قطعات اکمال کړي .
په پاى کې د٦٠٦ انصار ساحوي زون د قوماندانۍ ستاين ليکونه د اکمالاتي قطعي افسرانو او ساتنمنانو ته چې په سختوشرايطوکې ورتيا ښودلې وه؛ وويشل شول .
0 1 دقیقه لوستل