سیاست

داروپا داتحاديې استازو دجمهور رييس له دويم مرستيال سره داداري فساد پرخلاف دمبارزې دملي ستراتيژى داجرايي جوړښتونو په باره کې خبرې وکړې

کابل باختر د سلواغې  پنځمه :

په افغانستان کې داروپا داتحاديې دنمايندګى مرستيال جورج کانينګام او په افغانستان  کې دبريتانيا دسفير مرستيال  ريچارد مون په افغانستان کې ديوناما دسياسي برخې دنوي  مرستيال په ملګرتيا  پرون دجمهور رييس له دويم مرستيال استاد سرور دانش سره وکتل او خبرې  يې ورسره ورکړي .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.  په افغانستان کې داروپا داتحاديې دنمايندګى  مرستيال او هم دبريتانيا دسفارت مرستيال  له اداري فساد  سره دمبارزې  دملي ستراتيژى  دتدوين او تطبيق او دغه راز دافغانستان دعدلي اوقضايي ملي اصلاحاتو دپروګرام دتطبيق په لاره کې دجمهور رييس  ددويم مرستيال درول له امله قدرداني  څرګنده کړه.
په افغانستان کې داروپا داتحاديې دنمانيدګى  مرستيال جورج کانينګام وويل چې داروپا اتحاديه او نړيواله ټولنه له اداري فساد سره دمبارزې او دافغانستان په عدلي اوقضايي بنسټونو کې داصلاحاتو په کار کې دجمهور رييس دمرستيال دپرله پسې  هڅو او هاند شاهدانې دي او په خاصه توګه په افغانستان کې له اداري فساد سره دمبارزې دملي ستراتيژى  دبرابرولو او تطبيق    په بيلابيلو  پړاونوکې دجمهور رييس ددويم مرستيال دکليدي رول ستاينه کوي .
په افغانستان کې داروپا داتحاديې  داستازي مرستيال او دغه راز دبريتانيا دسفارت مرستيال په افغانستان کې له اداري فساد سره دمبارزې  دجدي اړتيا په بيانولو سره څرګنده کړه چې له اداري فساد سره دمبارزې  ملي ستراتيژى  په افغانستان کې اوسنيو شرايطو ته په پاملرنې  سره  په نسبي  ډول عالي برابره شوې ده او هغه موضوعګانې  چې نړيواله ټولنه ورباندې تينګارکوي په دې سند کې  ځاى کړى شوي دي .
دکتنې برخه والو داجرا کولو په  څرنګوالي  کې ددغې ستراتيژى  دزيات اغيزمنتوب  او دهغې دتطبيق دجوړښتونو په تيره بيا ددغې ستراتيژي  دڅارنې او دهغې د تطبيق دمديريت لپاره داغيزمنو لارو چارو دلټولو په برخه کې خپلې نظريې او پيشنهادونه وړاندې کړل .
جورج کانينګام له اداري فساد  سره په مبارزه کې  په افغانستان کې دحکومت دجدي ارادې له امله خوښي څرګنده کړه او ژمنه يې  وکړه چې داروپا  اتحاديه له خپلو نړيوالو همکمارانو سره ددغې ستراتيژى  دښه تطبيق لپاره په افغانستان کې له اداري فساد سره دمبارزې په کار کې دبرياليتوب  لپاره ددغې ستراتيژى دتطبيق  په بيلابيلو  پړاونو کې دافغانستان له حکومت سره هر راز همکارى ته چمتو ده .
دکتنې برخه الو دغه راز له فساد سره په مبارزه کې او هم په افغانستان کې له اداري فساد سره دمبارزې دستراتيژى په عملي کوونکي بنسټ کې د لازم ظرفيت په پيداکولو کې دملګروملتو دسازمان د کنوانسيون  دمفادو ، په رعايتولو  باندې ټينګار وکړ .
  دجمهور رييس مرستيال استاد دانش هم په مقابل کې  له تروريزم  سره دمبارزې او هم په افغانستان کې له اداري فساد سره دمبارزې په لاره کې داروپا داتحاديې او دنړيوالو همکارانو دهمکاريو له امله قدرداني وکړه اوله اداري فساد  سره  دمبارزې او  دافغانستان په عدلي  او قضايي بنسټونو کې  داصلاحاتو دترسره کولو په کار کې دملي وحدت دحکومت دجدي هوډ ډاډ ورکړ .
  دجمهور رييس مرستيال له اداري فساد سره دمبارزې  ملي ستراتيژي  او هم دعدلي اوقضايي  اصلاحاتو ملي پروګرام دوه مهم او اساسي سندونه وبلل چې په تيريو کال کې بشپړ او دتطبيق وړ ګرځيدلي دي .
ده دغه  دوه سندونه په يوبل  پورې اړوند وبلل او ددغو دوو ملي پروګرامونو دتطبيق په بيلابيلو پړاونوکې يې دنړيوالې ټولنې او داروپا داتحاديې په همکارى  باندې ټينګاروکړ .
ده زياته کړه چې داروپا اتحاديه  دقانون دواکمنى په کار کې تل دافغانستان له حکومت سره همکاره ده او دافغانستان حکومت هيله لري چې دغه همکاري  دتخنيکي مسئلو په برابرولو اوهم له اداري فساد سره دمبارزې او دقانون دواکمني په برخه کې دماهرو کار پوهانو همکاري دپخوا په شان دوام ولري .
دجمهور رييس مرستيال  زياته کړه چې له اداري فساد  سره دمبارزې  ملي ستراتيژي   او هم دعدلي اوقضايي اصلاحاتو ملي پروګرام  دمسوولو بنسټونو له خوا دتطبيق  په حال کې دي او دافغانستان حکومت ددغه هېواد دمدني ټولنې په انديښنو او هم له فساد سره دمبارزې لپاره دملګروملتو دسازمان دکنوانسيون  دمفادو درعايتولو په ضرورت واقف دى .   او هڅه کوي چې په دې برخه کې دنظر يو والى او مقابله همکاري رامنځته شي .
ده څرګنده کړه دغه ستراتيژي په هرو شپږومياشتو کې دتطبيق دبهير له څيړنې او څارنې وروسته دڅيړنې وړ او دهغې دتطبيق په ماهيت ياجوړښت کې دستونزې په صورت کې دبيا کتنې  او دتعديل  امکان لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته