نړۍ

په سلو کې يوبډاى کسان دنړۍ په سلو کې دوه اتيا شتمنۍ خاوندان دي .

بي بي سي  باختر دسلواغې  دريمه :
  دبريتانيا داکسفام موسسې په يوه رپوټ کې ادعاکړې ده چې دنړۍ دبډايو کسانو او نورو ترمنځ درز تيرکال پراخ شو او يوکوچنى  لږ کى دنړۍ دزياتې برخې پانګې  خاوند دي .
ددغې خيره ډلې  د څرګندونو له مخې په سلو  کې کابو دوه اتيا پانګه چې تيرکال توليد شوه دنړۍ په سلو کې  ديوه بډايو کسانو لاس ته ورغله په داسې حال کې چې دنړۍ په سلو کې  دپنځوسو ډيرو بې وزلو وګړو عوايد هيڅ لوړ نه شول .
  اکسفام  وويل دغه ارقام چې انتقاد کوونکو هغه  ترپوښتنې  لاندې نيولي دي  دسيتماتيکي ناکامۍ  څرګندوي  دي .
دغې موسسې  مالياتي تيښته دسياست په انتخابولو  کې دشرکتونو نفوذ ، دکارګرانو دحقوقو ناڅيزوالي او دحکومتونو دلګښتونو  کمښت ددغه ورځ په ورځ  زياتيدونکي درز علت بللى دى .
اکسفام  په تيرو پنځو کلونوکې يولړ ورته رپوټونه برابر کړي دي .
دغې ډلې  په  ٢٠١٧ ميلادي کال کې حساب کړى و ،.
دهغو اتو تنو پانګه چې دشتمنۍ له پلوه په سرکې ځاى نيسي دنړۍ د ډيرو بې وزلو وګړو  په سلو کې  دپنځوسو پانګې معادله ده .
اکسفام وويل چې په روان کال کې د ډيربډايو  کسانو په نوم لړ کې ددوه څلويښتو  تنو لومړيو کسانو شتمنۍ، دنړۍ  د ډيرو بې وزلو وګړو په سلو کې  دپنځوسو په اندازه دي .
دغې ډلې دغه راز دتيرکال ارقام اصلاح  کړل او ويې ويل چې ديو شپيتو تنو بډايو کسانو شتمنۍ دنړۍ له نيمايي  بې وزلو کسانو برابره ده .
دغه ډله وايي چې دورځ په ورځ  زياتيدونکې  نابرابرۍ بهير هماغه شان دوام لري .     ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته