ټولنه

ديوه جهادي مشر او داستازو دمجلس دغړي استاد عرفاني دجنازې دوړلو اوښخولو مراسم پرځاى شول .

کابل باختردلړم شپږمه :
دافغانستان دملت داسلامي وحدت ګوند دمشراو په ولسي جرګه کې دکابل دخلکو داستازي حجت الاسلام  والمسلمين  قربانعلي  عرفاني دجنازې دوړلو  اوښخولو مراسم نن له غرمې  مخکې دجمهور رييس  دمرستيال  قانونپوه  سرور دانش او دجګپوړو دولتي مقاماتو په ګډون پرځاى شول.
دجمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ په دغومراسموکې چې دکابل په لويديځ  کې  په باقر العلوم  مدرسه کې پرځاى شول دجمهور رييس مرستيال قانونپوه  سرور دانش، اجراييه رييس ډاکترعبدالله عبدالله ، داجراييه رياست  مرستيالانو  حاجي محمد محقق اوانجنيرمحمد خان ، داسلامي وحدت ګوند مشر محمد کريم خليلي ،  دولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهيمي ، دکابينې غړو ، دملي شورا  دخلکو  استازو، جهادي مشرانو ، سياسي شخصيتونو،دعلميه حوزواو دديني علومو دعالمانو او زده کوونکو ،   جګپوړو دولتي جنرالانو  او افسرانو ، فرهنګي او مدني شخصيتونواو دخلکو دبيلابيلو قشرونو په سلګونوتنو پکې ګډون کړي و .
  دارواښاد عرفاني دجنازې دوړلو اوښخولو په مراسمو کې ددغه ارواښاد  ژوند ليک ولوستل شو اووروسته دهغه مشر زوى محمدعرفاني دجنازې دوړلواوښخولو په مراسموکې  د برخه والو دګډون  له امله مننه اوقدرداني وکړه وروسته استاد عزيز الله شفق  دارواښاد  داستادعرفاني  دسياسي او علمي فعاليتونو اوشخصيت په باب وينا وکړه .
استاد شفق  وويل: مرګ دخداى دوستانواودهغه ښو بنده ګانو ته خوږ دى ، داستاد شفق دڅرګندونو له مخې ارواښاد عرفاني نه يواځې   دعلمي اوفرهنګي په برخه  کې  هلې ځلې کولې  بلکې دثبات دتامينولو سياسي پراختيا اودافغانستان دخلکو ترمنځ ديو والي اوپيوستون  په لاره کې يوه  مطرحه سياسي څيره هم وه .
استاد شفق  داسلامي پوهنې درواجولو ، دنصر دسازمان  او داسلامي وحدت ګوند دجوړولو،په جهاد او مقاومت کې دفعال ګډون په برخه  کې دارواښاد عرفاني رول او دا چې يوه لسيزه دخپلو خلکو تر څنګ ولاړ و  قدرداني وکړه اوويې ويل استاد عرفاني، افغانستان دټولو لپاره غوښته اوله دې امله يې تل هلې ځلې کولې چې له بيلابيلو سياسي ډلو سره په اړيکه کې وي او دا دهغه  چالپاره چې دافغانستان  دبياجوړولو اوثبات په باب فکر  کوي يوه الګو ده .
ارواښاد استاد عرفاني سربيره پردې چې دنصر دسازمان او دافغانستان داسلامي وحدت ګوند يوبنسټ ايښودونکي و په  نوي دوره کې هم ديوسياسي جريان  دمشر په رول  کې  او دغه راز دجمهور رييس دسلاکار، په يوه دوره کې دمشرانو جرګې دغړي او په اوسنۍ دوره کې  په ولسي جرګه کې دکابل د  خلکو داستازي په توګه دخپلو خلکو او ټولنې په خدمت کې و .
ارواښاد استاد عرفاني  له محتوا ډکو کتابونو په تاليف او دمقالو په ليکلو اوپه کابل کې دباقر العلوم  موسسې او دنوروکتابونو اوبنسټونو په جوړولو سره  دهيواد په فرهنګي وده او پرمختيا کې ستر او ارزښتناک رول درلود
دارواښاد عرفاني جنازه درسمي تشريفاتو په ترڅ کې دباقر العلوم مدرسې ته وليږدول شوه اودجنازې دلمانځه له اداکولو وروسته ددغې مدرسې په انګړ کې خاوره ته وسپارل شوه .
ارواښاد استادعرفاني په ١٣٣١ هجري لمريز کال کې دباميانو ولايت په يکاولنګ  ولسوالۍ کې وزيږيد اودروان کال دتلې دمياشتې په ديرشمه نيټه له هيوادڅخه په بهر کې وفات شواو دارواښاد جنازه نن له غرمې مخکې په کابل کې خاوروته وسپارل شوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته