امنیت

اتلس تنه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

 کابل/ باختر/ دوري دمياشتې ٢٢ مه
اتلس تنه وسله وال طالبان تېره شپه په روزګان ولايت کې ووژل شول .
د باختر آژانس دخبرله مخې: د ملي امنيت د لوى رياست په يوه خبرپاڼه کې راغلي دي چې ددغه رياست ځانګړو ځواکونو د روزګان ولايت په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو د پوځي مسوول مولوي شرف الدين پر قرارګاه د هدفمندو عملياتو د ترسره کولو په نتيجه کې ۱۸ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په خبرپاڼه کې راغلي دي: په دغو عملياتوکې ١٣ سپکې او درندوې وسلې، د وسايطو ضد ٤٧ ماينونه، ۵ لاسي بمونه، ۵ مخابرې، په سلګونو ګولۍ او يوه زياته اندازه پوځي تجهيرات او جامې په عملياتو کې د شاملو ځواکونو لاسته ورغلې دي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته