امنیت

دملي اردو په پوستو د طالبانو په بريدونو کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

کابل – باختر د وري دمياشتې ٢٨
په کونړ ولايت کې دملي اردو دځواکونو په پوستو دوسله والو طالبانو په بريدونو کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دولس تنه نوريې ټپيان شول.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو وياند شيرين آقا دباختر آژانس خبريال ته وويل :دغه پيښه له هغه وروسته رامنځته شوه چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دغازي آباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونو په پوستو بريدونه وکړل چې دملي اردو د ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول.
يوه اړونده خبرځاى زياته کړه: ددغه بريد په بهير کې يو ملکي وګړى شهيد او درې تنه نور ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته