امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان په جوزجان کې ووژل شوه

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٠
څلور تنه وسله وال طالبان تېره شپه د جوزجان ولايت په مربوطاتوکې له پوليسو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه دآقچې په ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې وسله والوطالبانو د چکش او د کومک عمر د کليو په امنيتي پوستو بريدونه وکړل او د نښتې په بهير کې د وسله والو طالبانو د ډلې د يوه قوماندان قاري صدر په ګډون څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نوريې ټپيان شول.
دجوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى سمونوال عبدالمنان رووفي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې د نښتې په بهير کې د دغې ولسوالۍ د وګړني پاڅون يو تن غړى ووژل شو او يو تن بل يې ټپي شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته