امنیت

پوځيانو دبغلان ولايت ددهنه غوري ولسوالۍ ځينې سيمې ونيولې

-کابل باختر د زمري يو ويشتمه :
پوځيانو ديولړ عملياتوپه ترسره کولو سره دبغلان ولايت ددهنه غوري ولسوالۍ ځينې سيمې له وسله والو مخالفينو څخه ونيولې .
دغه سيمې دوسله والو طالبانو دوروستيو بريدونو په بهير کې ددغې ډلې دعناصرو لاس ته ورغلې وې
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند احمدجاويد بشارت دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو نښتو کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول .
ده وويل :پوځيان په دې بريالي شوي دي چې ددهنه غوري په ولسوالۍ کې داورته بلاقي ، لرخوابي ، ګردي او دحويلي کلي له طالبانو څخه بيرته ونيسي
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند وايي چې پوځيان له پاڅون کوونکو سره يوځاى د ډار اچوونکو له   شتون څخه ددهنه غوري دځينوسيمو دپاکولو لپاره دطالبانو  پرخلاف خپلو عملياتو ته دوام ورکوي
درارسيدلو خبرونو له مخې: دکوومکي ځواکونو په رسيدو سره په دهنه غوري کې جګړې دپوځيانو په ګته بدلون موندلى دى او وسله وال  طالبان دسردزيان په زغملو سره دتيښتې په حال کې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته