کابل باختر دزمري دمياشتې ٢٢ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله پرون د صبح امید شورا له غړو سره په سپېدار ماڼۍ کي وکتل او د هغوی د هنري نندارتونونو په اړه يې ورسره خبرې وکړې. داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ. ددې شورا غړو اجرائیه رئیس ته په کابل او ولایتونو کې د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل. هغوی وویل،چې په کابل او ولایتونو کې د سپورټ، ښځينه لاسي صنایعو، عکاسۍ، رسامۍ، پوهنيزو او فرهنګي برخو کې فعالیتونه لري او په دغو برخو کې يې ګڼ شمېر ځوانانو ته روزنه هم ورکړې ده. هغوی د افغانستان ترڅنګ په اسټرالیا، قزاقستان او هندوستان کې د افغان ښځو د لاسي صنایعو، رسامۍ او فرهنګي فعالیتونو د نندارتونونو د جوړولو په اړه هم بحث وکړ او په دې برخه کې يې د حکومت د مرستې غوښتنه وکړه. دغو مېرمنو په تعلیمي، سپورټي او تحصیلي برخو کې د دغې شورا غړو ته د حکومت پاملرنه او همکاري وغوښته. د هیواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د دغې شورا له مشري او غړو مننه وکړه،چي د ښځو او ځوانانو د تحصیل او تعلیم په برخه کې يې پام وړ کارونه کړي. ده وویل،چې حکومت د وګړو فردي او ټولیز پرمختګ ته ژمن دی او د همدې اصل په پام کې نیولو سره د صبح امید ټولنې د پوهنیزو،فرهنګي او ورزشي فعالیتونو ملاتړ کوي. هغه د هیواد د باندې د فرهنګ، رسامۍ، کلتور ، سپورټ او ښځینه لاسي صنایعو په برخه کې د نندارتونونو جوړېدنه د ځوانانو او مېرمنو لپاره مهم وګڼل او د حکومت له اړخه يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
0 1 دقیقه لوستل